د هغې پوښتنې او یا اندیښنې په اړه چې د واشنګټن آیالت د K-12 په دولتي ښوونځي په زده کوونکي باندې اغیز کوي

Online –   آنلاین - موږ تاسو هڅوو چې زموږ د ترلاسه کولو د نوې آنلاین پروسې څخه ګټه واخلئ.  تاسو اړ یاست چې له خپل نوم او معتبر برښنالیک سره یو حساب جوړ کړئ.  وروسته له هغې چې تاسو یو حساب جوړ کړ او د ترلاسه کولو آنلاین پروسه مو بشپړه کړه، یو شخص به د امکان تر کچې ژر تر ژره ستاسو سره اړیکه ونیسي تر څو معلومات وړاندې کړي او یا د لیدنې لپاره وخت برابر کړي.  زموږ د آنلاین ترلاسه کولو پروسه تل د لاسرسي وړ ده، خو یو څوک به یې په عادي کاري ساعتونو کې تعقیب کړي.

کاري ساعتونه

دوشنبه، د سهار له 8:00 څخه د مازدیګر تر 6:00 دقیقو پورې.

شه شنبه، د سهار له 8:00 څخه د ماښام تر 4:00 بجو پورې.

چهارشنبه، د سهار له 8:00 څخه د ماښام تر 4:00 بجو پورې.

پنجشنبه، د سهار له 8:00 څخه د ماښام تر 6:00 دقیقو پورې.

جمعه، د سهار له 8:00 بجو څخه تر 6:00 بجو پورې

By Phone - 1-866-297-2597  د ټلیفون له لارې - که چېرې تاسو له یو چا سره مخامخ خبرې وکړئ او یا د ترلاسه کولو انلاین پروسې په بشپړلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، په مهربانۍ سره په وړیا ډول زموږ د کاري ساعتونو په لړ کې له شمېرې سره اړیکه ونیسئ. زموږ کولای شي له 150 څخه په زیاتو ژبو باندې د ټلیفون له لارې د ژیاړې خدمتونو ته لاسرسی ومومي. 

By Fax or Mail – Request for Ombuds Services Fax: 1-844-886-5196. د فاکس او یا پسټ له لارې-د د غیر رسمي منځګړو خدمتونو غوښتنه کول  فورم ډانلوډ کړئ او د فاکس، پوسټ او یا برښنالیک له لارې بشپړ شوی فورم وسپارئ، د OEO لپاره د اړیکو نیولو معلومات د فورم په شاتنۍ برخه باندې چاپ شوي دي.

د اجازې فورمې

Permission to Contact the School

که چېرې تاسو له یوه غیر رسمي منځګړو خدمتونو سره کار کوئ او غواړئ OEO ته اجازه ور کړئ چې د اړتیا په صورت کې په مستقیم ډول له ښوونځي او د حوزې له کار کوونکو سره د زده کوونکو د حالت په اړه بحث و کړي، په مهربانۍ سره د  Permission to Contact the School (له ښوونځي سره د اړیکې نیولو د اجازې)

 فورم ډانلوډ، بشپړ او بیرته واستوئ.

Permission to Release Student Records

که چېرې تاسو له یوه غیر رسمي منځګړي سره کار کوئ، ښایي موږ اړتیا ومومو چې په غوره توګه په اندیښنو باندې د پوهېدو په موخه ستاسو د زده کوونکو سوابق و ګورو.  که چېرې اړتیا وي چې دا کار ترسره کړو، موږ به له تاسو څخه غوښتنه وکړو چې موږ ته اجازه را کړئ چې سوابق خپاره کړي.  موږ له دې فورم څخه د خپلو سوابقو د خپرولو لپاره کار اخلو:   Permission to Release Student Records (د زده کوونکو د سوابقو د خپرولو اجازه)

  • تاسو کولای شئ دا فورمې په آنلاین ډول د ترلاسه کولو پروسې او یا فاکس، پسټ یا برښنالیک له لارې وسپارئ.

ستاسو د پوښتنې یا اندیښنې سره مرسته

د ټلیفون،فاکس او یا پسټ له لارې زموږ سره په آنلاین ډول ونیسئپه مهربانۍ سره په یاد ولرئ چې OEO په محدوده اندازه کار کوونکي او بودیجه لري او خپلو کارونو ته د خپل ستراتیژیک پلان معیارونو په کتو لومړیتوب ور کوي.

د غیر رسمي شخړې حل

OEOد هر چا سره د واشنګټن د K-12 عامه ښوونځیو په اړه پوښتنې یا اندیښنې سره مرسته کوي. موږ کولی شو تاسو ته معلومات، راجع کولو، اوزار کیټونه، او نورې سرچینې چمتو کړو.

د OEO مقننه ماموریت د فرصتونو تشې کمول دي. زموږ د ستراتیژیک پلان لومړیتوبونه د ښوونې او روزنې په عدالت تمرکز کوي، په ځانګړې توګه د هغو ټولنو لپاره چې د COVID-19 لخوا اغیزمن شوي. موږ د شخړو د حل محدودې سرچینې لکه غیر رسمي منځګړیتوب او روزنیز د K-12 زده کونکو باندې تمرکز کوو چې دا دي:

همداراز موږ کولای شو ښوونکو او د ټولنې ملاتړو ته له زده کوونکو څخه د ملاتړ او د شخړو د حل کولو په برخه کې زده کړې ور کړو.  

په مهربانۍ سره د دې مرستې لپاره oeoinfo@gov.wa.gov ته برښنالیک واستوئ او یا له شمېرې سره اړیکه ونیسئ.  1-866-297-2597. غالباً زموږ د ټیم یو غړی کولای شي د برښنالیک او یا یوې لنډې اړیکې له لارې یوې پوښتنې ته ځواب ور کړي.زموږ دفتر په کډه، غیر رسمي، محرمانه او ناپلوي توګه کار کوي تر څوله کورنیو او ښوونځیو سره د شخړو په حل کولو کې مرسته وکړي. 

تاسو باید زموږ په اړه په څه پوه شئ؟

دا لنډ سند په له کورنیو سره زموږ د کار څرنګوالی په ګوته کوي Working With Families  موږ تاسو هڅو چې هغه ولولئ تر څو پوه شئ چې موږ د مرستې به موخه کوم کارونه ترسه کولای شو او کوم هغه نه شتو ترسره کولای.

دا اسناد په ګوته کوي چې څه ډول موږ کولای شو له ښوونکو او د ټولنې له متخصصینو څخه ملاتړ وکړو.